تېره ورځ څو نورو زلزلو هرات ښار ته ټکانونه ورکړي
CMG2023/10/16 10:27:04
شريکول:

د افغانستان د هرات ولايت سيمه ييزو چارواکو د اکتوبر په ۱۵مې نېټې خبر ورکړی، چې په همدې ورځ يوې نسبتاً زورورې او دوو کوچنيو زلزلو د هرات ښار لړزولی دی.

لومړني مالومات ښيي، چې د يادې نسبتاً زړورې زلزلې له امله یو تن وژل شوی او ۳۵ نور ټپيان شوې دي او ښايي په مرګژوبلې کې يې زياتوالی راشي.

په هرات کې له يادې زلزلې دوه ساعته وروسته، دوو نورو پر له پسې زلزلو هم دغه ښار ته ټکانونه ورکړي دي.

يادې زلزلې د ریکتر په کچه ۵ اعشاريه ۴ او ۴ اعشاريه ۲ درجې ښودل شوي دي.