چین د مرستندويه توکو لومړۍ جوپه افغانستان ته وسپارله
CMG2023/10/16 11:19:36
شريکول:

چين له افغان زلزله ځپلو سره د خپلو مرستندويه توکو لومړۍ جوپه د اکتوبر په ۱۵ مې نېټې د افغانستان د سرپرست حکومت د طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزې وزارت ته وسپارله او د سپارلو مراسم يې په همدې ورځ په ياد وزارت کې ترسره شول.

په کابل کې د چين لوی سفير جاو شينګ په يادو مراسمو کې په جلا جلا توګه د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې له سرپرست وزير او د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې مرستيال رئيس سره د يادو مرستو سپارښت ليکونه لاسليک کړل.

د چين ياد مرستندويه توکي د دغه هېواد د حکومت او سره صليب ټولنې لخوا ورکړل شوي دي.

د چین لوی سفير جاو شينګ دغو مراسمو ته په وينا کې ويلي، چې د چين حکومت افغان زلزله ځپلو ته په ستونزمن وخت کې مرستندويه توکي ورکوي او په وينا يې، دا مرستې يې له افغانانو سره د چينايانو د دوستۍ ښکارندويي کوي.
 نوموړي باور ښودلی، چې د افغانستان د سرپرست حکومت او د ټولنې د بېلابېلو برخو د يووالي او هڅو په نتيجه کې به زلزله ځپلي وګړي هرومرو له ستونزو څخه وځي او خپل کورونه به بيا ورغوي.

افغان چارواکو د چين مرستې ډېر پر وخت بللې او د دې په پار يې ورڅخه مننه وکړه.