د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړاندیز په تېرو لسو کلونو کې نړۍ ته ګټور بدلونونه اړولي دي
CMG2023/10/16 15:20:30
شريکول:

 د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړاندیز په اړه د نړیوالې همکارۍ درېيم فورم به د اکتوبر په ۱۷مه او ۱۸مه نېټه د چین په پلازمېنه بېجینګ کې ترسره شي. د څه باندې ۱۴۰ هېوادونو او ۳۰ نړیوالو سازمانونو استازي به په دغه فورم کې ګډون وکړي او د خپلمنځي همکارۍ او د ګډ پرمختګ هڅولو په هکله بحثونه به وکړي. د دغه وړاندیز د تطبیق له لس کلن مزل راهیسې نړۍ ته عملي نوي بدلونونه اړولي دي.

د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړاندیز د نړیوال پرمختګ د ستونزو حل لپاره وړاندې شو او د لیدو وړ بریالیتوب یې نړیوال اقتصاد ته نوی حیاتي ځواک برابر کړی دی. د دغه وړاندیز د تطبیق په مټ په تېرو لسو کلونو کې څه باندې ۳زره همکاریزې پروژې لاسلیک شوې او په دې ترڅ کې يې سل ټریلیونه ډالره پانګونې راپورته کړې دي.

د ۲۰۲۳م کال تر جون میاشتې پورې چین له ۱۵۰ هېوادونو او ۳۰ نړیوالو سازمانونو سره څه دپاسه ۲۰۰ همکاریز سندونه لاسلیک کړي دي. د نړیوال بانک د څېړنیز راپور نتیجه خپره کړه چې د کمربند او لارې وړاندیز په پوره تطبیق سره به د اړوندو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ۴،۱ سلنه زیاتې شي. تر ۲۰۳۰م کال پورې ښايي دغه وړاندیز هر کال ګردې نړۍ ته ۱،۶ زره میلیارډه ډالره ګټې ورسوي او په اړوندو هېوادونو کې به ۷،۶ میلیونه کسان له سختې بېوزلۍ څخه وژغورل شي.

د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړاندیز په تطبیق سره نه یوازې نړۍ ته اقتصادي ګټې اړولې، بلکې د نړیوالې ادارې په اړه نوې نظریې يې هم راپورته کړې دي. اوس د نړیوال اقتصاد پرمختګ نابرابر دی، د ادارې سیسټم نابشپړ دی او د ګڼ شمېر پرمختیايي هېوادونو پر وړاندې د سرمایو کمښت ستونزې موجودې دي. چین د ورېښمو لارې صندوق جوړ کړ، له اړوندو هېوادونو سره يې د اسیا د بنسټيزو تاسیساتو د پانګونې بانک جوړ کړ او په دې سره د اړوندو هېوادونو د پانګونې سرچینې پراخې شوې او د نړیوال اقتصاد ادارې سیسټم  بشپړ شوی دی.

د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړاندیز د ګډې مشورې، جوړونې او د ګټو شریکېدو د اصولو پر بنسټ دی، رښتینی څواړخیزم يې وړاندې او تطبیق کړی، نو د ګډو ګټو پر بنسټ يې واقعي همکارۍ فعالې کړې دي. دغه وړاندیز د ملګرو ملتونو او د چین او افریقا د همکاریز فورم په شمول ځینو نړیوالو سازمانونو په مهمو سندونو کې شامل دی او د ګردې نړۍ ادارې ته يې نوې لایحه وړاندې کړې ده.

د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړاندیز د انسانانو لخوا د عصري کېدو موخې ته د رسېدو لپاره یوه نوې لار پيدا کړې ده. له اوږدې مودې راهیسې، د پرمختللو هېوادونو په مشرۍ اقتصادي سیسټم کې، پرمختیايي هېوادونو ډېر لږ ګټې تر لاسه کړې او د خپلواک پرمختګ توان يې حتی له لاسه ورکړی دی. د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړاندیز د ګډې شتمنۍ په موخه او د دغه وړاندیز د تطبیق په ترڅ کې د ګډون کوونکو هېوادونو توان په ګډه لوړ شوی دی. چین له نورو سره د پرمختګ تجربې شریک کړې، په ګډه يې مستعد کسان وروزل،  د ځاني پرمختګ په مټ يې نړۍ ته نوي ګټور فرصتونه برابر کړي دي.

د امریکې د یو فکري مرکز مشهور څېړونکي اینر تانګن په اشارې ویلي، چې ځينو هېوادونو له چین سره د کمربند او لارې د ګډې جوړونې په مټ خپل برخلیک او راتلونکې بدله کړې ده.

سږ کال د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړاندیز د وړاندې کېدو لسمه کلیزه ده. سږ کال د دې وړاندیز په اړه د نړیوالې همکارۍ درېيم فورم کې ګډون کوونکي به د زرغون پرمختګ او ډیجیټلي اقتصاد په شمول د ځينو موضوعاتو په اړه بحثونه وکړي او یو لړ همکاریز تړونونه به لاسلیک کړي. دغه نوښت د چین لخوا وړاندیز شوی، خو د ګردې نړۍ او ټولو انسانانو لپاره به ګټې ورسوي.