انتونيو ګو ټرېش د غزې لپاره د بشري مرستو غوښتنه وکړه
CMG2023/10/16 15:07:55
شريکول:

د فلسطين او اسرائيل ترمنځ په روانې شخړې کې د اکتوبر تر ۱۵مې نېټې پورې له ۴۰۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.

 د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټرېش د اکتوبر په ۱۵مې نېټې په يوې اعلاميې کې له حماس څخه غوښتي، چې بې له شرط او قيده يرغمل نيولي کسان خوشي کړي او له اسرائيلو څخه يې غوښتي، چې غزې ته د بشري مرستو او مرستندويه وګړو ننوتلو ته اجازه ورکړي.

ګوټرېش يادې دوې غوښتنې معقولې او اړينې بللي او په وينا يې، کوم لوری يې په شرايطو پورې ونه تړي.

په غزې کې خلک د څښاک اوبو، برېښنا او نورو اړينو شيانو له سخت کمبود سره مخ دي.

اعلاميه وايي، ملګرو ملتونو په مصر، اردن، اسرائيل او د اردن سيند پر لويديځې غاړې کې خوراکي مواد، اوبه، طبي توکي او د سون مواد زېرمه کړي او په څو ساعتونو کې به يې غزې ته وليږدوي.

اعلاميه وايي،  غزې ته د مرستو رسولو په برخه کې، اسرائيل بايد ملګرو ملتونو ته دا ډاډ ورکړي، چې کارکوونکي يې بې له ځنډ او خنډه کولی شي، چې مرستندويه توکي ور وليږدوي.