د چين او ترکيې خارجه وزيرانو د فلسطین او اسرائیل پر شخړې تليفوني خبرې وکړې
CMG2023/10/16 11:24:42
شريکول:

د چين بهرنيو چارو وزیر وانګ يي د اکتوبر په ۱۵ مې نېټې له خپل ترکي سيال هاکان فیدان سره د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د روان تاوتريخوالي په اړه تليفوني خبرې کړې دي.

هاکان فیدان د فلسطین او اسرائيل ترمنځ روان تاوتريخوالی مخ په سختېدو بللی او د ملکي وګړو پر مرګژوبلې او بې کوره کېدو يې اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي ويلي، چې نړيواله ټولنه باید سيمې او ان نورو سيمو ته د دغې جګړې د لمن د پراخېدو د مخنيوي لپاره اقدامات وکړي او د فلسطين مسئلې دايمي حل ته دې لاره پيدا کړي هغه د شخړې پر ښکېلو خواوو د اوربند غږ کړی دی.

هاکان فیدان پر دې ټينګار کړی، چې په سیمه کې هره تګلاره باید د دوو هېوادونو طرحې په اساس جوړه شي.

نوموړي ويلي، چې هېواد يې د غزې پر اوسېدونکو د اسرائیل له ځپونکو اقداماتو سره مخالفت کوي او د چين له هغو هڅو يې ملاتړ کړی، چې د امنيت شورا په چوکاټ کې د فلسطين مسئلې د حل لپاره يې کوي او په خبره يې، ترکيه به له چين سره پدې برخه کې ګډې هڅې وکړي، څو په سيمه کې دايمي سوله راشي.

وانګ يي د فلسطين مسئله د منځني ختيځ د مسئلو د حل مرکز بللی او په وينا يې، د دې مسئلې له عادلانه او معقول حل پرته په منځني ختيځ کې دايمي سوله نشي راتللی.

نوموړي ويلي، حقیقتونو ثابته کړې، چې د فلسطين مسئلې يوازينۍ حل لاره دا ده، چې اړوندې خواوې د امنيت شورا پرېکړه ليک په رښتيني مانا تطبيق او د دوو هېوادونو طرحه عملي کړي.