د لړيز پروګرام (( د سمسورتيا په لور )) څلورمه برخه: (( لاس په لاس او زړه په زړه))
CMG2023/10/16 16:25:48
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ نړۍ ته د ورېښمو لارې اقتصادي کمربند د وړانديز پرمهال د همکاريزو هېوادونو د خلکو ترمنځ د متقابل تفاهم او دوستۍ پياوړتيا د دغه کمربند د ابادۍ له مهمو پنځو برخو او د دغه وړانديز اصلي انساني او کلتوري بنسټ وباله.

 د کمربند او لارې وړانديز په همکاريزو هېوادونو کې د خلکو ژوند پسې تړلې پروژې د ياد وړانديز په رڼا کې پر له پسې پلې شوي او خلکو ترې ډېرې ګټې اخيستې دي.

 چين او د کمربند او لارې له همکاريزو هېوادونو په ګډې همکارۍ د بېوزلۍ د له منځه وړلو پروژې عملي کړې دي، چې په پایله کې يې د خلکو عايدات زيات او ژوند کې يې تغیر راغلی دی.

 چين د تېرو لسو کالونو په درشل کې د کمربند او لارې په همکاريزو هېوادونو کې د طبي ادارو، عامې روغتيا او طبي څېړنو لسګونه زره مسلکي کارکوونکي روزلي او د ځايي سيمو طبي کچه يې لوړه کړې ده.

د چين مرستندويه طبي ډلو ۶۲ هېوادونو ته څه باندې ۶۴۰۰ طبي کارکوونکي ليږلي او د نژدې ۲۰ ميليونو ناروغانو لپاره يې طبي خدمتونه برابر کړي دي.

 کمربند او لار د بېلا بېلو هېوادونو هغه وګړي سره نږدې کړي، چې د خپلو هېوادونو د پرمختګ هيله لري او له نورو سره د لاسونو يو ځای کول غواړي.