اقتصادي کارپوه: د افغانستان د بيا رغونې بهير د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړانديز ته اړتيا لري
CMG2023/10/17 08:44:37
شريکول:

د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړاندیز لس کاله مخکې د چين لخوا مطرح شوی او په دې موده کې يې دغه نوښت په پراخه توګه تطبيق شوی، چې په دې جمله کې زياتو ځايونو د اقتصادي او تجارتي پرمختګ، د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ په شمول ساحو کې ګټې تر لاسه کړې دي. په اقتصادي چارو کې د افغانستان شنونکي او د چين د هه فې د صنعتي چارو پوهنتون ډاکټر محمد حسن مخدوم زاده په ځانګړې توګه د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړانديز په چوکاټ کې د چين او افغانستان تر منځ د اړيکو او د دغه وړانديز د ګټور ټکي په هکله يو متن ليکلی او په يوه مجله کې يې خپور کړی. هغه د چين مېډيا ګروپ د پښتو څانګې خبريالې ته وويل، چې د افغانستان د بيا رغونې بهير د چين د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړانديز ته اړتيا لري. اقتصادي پرمختګ د افغانستان لپاره لومړۍ او بنسټيزه غوښتنه ده. که افغانستان د دغه وړانديز په رڼا کې ګډون کولی شي، په دغه هېواد کې به ټولنيز ثبات او د اقتصادي پرمختګ فرصتونه رامنځته شي.

ښاغلي مخدوم زاده د خپل وطن پرمختګ ته لومړيتوب ورکوي او په چين کې د زده کړې او ژوند په ترڅ کې تل ورته فکر کوي، چې د چين د پرمختګ کومې تجربې په افغانستان کې استفاده کېږي. هغه په خپلو سترګو په چين کې ليدلي، چې بېوزلي سیمې د خپلو ښېګڼو او سرچينو له لارې شتمن شوی او د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ په چارو کې څومره چټکتیا لري. د ښاغلي مخدوم زاده په اند، په تېرو څو کلونو کې د افغانستان شاو خوا هېوادونه چې له چين سره د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په چوکاټ کې همکارۍ لري، د بنسټيزو تاسيساتو، چټکو اورګاډو، صادراتو په شمول ساحو کې پرمختګ کړی دی. افغانستان د اسيا زړه دی او د چين په شان لرغوني رنګارنګ تمدنونه لري. افغانستان له لرغونې زمانې څخه د ورېښمو لارې په اوږدو کې مهم ترافيکي تم ځای او د سوداګريزو توکو مهم تبادلوي ځای هم و. نو اوس که افغانستان هم په دې پلان کې ځای ولري، خپلو خلکو ته به هم ګټې او کاري فرصتونه ورسوي.

ښاغلي مخدوم زاده په خپل متن کې لیکلي، چې د لسو کلونو څخه راپدې خوا د چين او افغانستان تر منځ په همکاريو کې څرګند پرمختګونه شوي دي، چې د تجارت، د بنسټيزو تاسیساتو د ابادۍ، د ښوونې او تعليم، درملنې او خونديتوب په شمول زياتو ساحو کې بېلګې شته. د ده په اند، په اوږد وخت کې افغانستان په جګړو او ګډوډۍ ځپل کړی، خلکو له ډېرو ستونزو سره مخ و، اقتصاد سخت ويجاړ شو، افغانستان ګام په ګام د نړۍ وروسته پاتی هېواد ګرځېدلی دی. د افغانستان خلک د اقتصادي پرمختګ لپاره سترې تمې لري او قوي تګلارې ته اړتيا لري. هغه وويل، چې د ۲۰۱۳ کال په مني کې د چين دولت رئيس شي جين پينګ نړۍ ته د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړانديز اعلان کړی او له دې وروسته د چين په مرکزيت نړيوالې اقتصادي اړيکې لا نورې ټينګې شوې او متقابلې همکارۍ لا زياتې شوې، په دې جمله کې د چين او افغانستان تر منځ همکارۍ هم پياوړې شوېدي.

د ۲۰۱۶ کال په می مياشت کې چين او افغانستان د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړانديز په چوکاټ کې د همکارۍ يادښت لاسليک کړ، چې د دواړو هېوادونو تر منځ تجارتي او فرهنګي تګ راتګ پياوړی شوی. چين په مثبته توګه د افغانستان د پرمختګ او بيارغونې پلویتوب کړی او کوي يې. ښاغلي مخدوم زاده ویلي، چې له افغانستان څخه د جلغوزي په شمول توليدات د هوايي دهليز په وسيله د چين بازار ته رسېدلي او د انلاين سوداګرۍ له لارې په لنډ وخت کې پلورل شوي. د ۲۰۲۲ کال په دسمبر مياشت کې چين د افغانستان په شمول د لسو هېوادونو۹۸سلنه توليداتو ته د ګمرکاتي مالياتو د لغوه کولو اعلان وکړ. دغه تګلارې د دوه اړخيزې سوداګرۍ لپاره ګټوره چاره ده، چې افغان تصدۍ په نړيوالې سوداګرۍ کې ګډون کولی شي او په خپله د پرمختګ توان پياوړي کولی شي.

د ۲۰۲۳ کال په جولای مياشت کې د چين او افغانستان ترمنځ د فسټ ټرېن په نامه اورګاډی د کورنيو سامانونو، دفتري توکو، ماشينونو په شمول د توکو په وړلو سره د چين له لان جو ښار څخه د افغانستان د مزار شريف حيراتان ته ورسېد. د ښاغلي مخدوم زاده په نظر، د اوسپنيز کتار پرانیستل د چيني توليداتو د صادراتو، په افغانستان کې د چيني توليداتو د غوښتنو پوره کولو، له افغانستان څخه چين ته د اصلي توليداتو د لېږلو لپاره اهميت لري.

ښاغلي مخدوم زاده په اخر کې ويلي، چې په اوسني افغانستان کې هر شی د بيا سمسورتيا اړتيا لري او د بيا رغونې او پرمختګ په لاره کې دی. افغانستان کولی شي چې د چين له تجربو څخه په خپله د پرمختګ لاره ولټوي. افغانستان به د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ له وړانديز څخه ملاتړ ته ادامه ورکړي او په بېلا بېلو ساحو کې واقعي همکارۍ وکړي. هغه باور لري، چې دوه لرغوني هېوادونه د پامير له لوړې څخه اوږه په اوږه د سولې، ثابت، پرمختګ نوې پاڼه خلاصولی شي.