د کمربند او لارې همکارۍ درېيم فورم د اکتوبر په ۱۶مې نېټې یوه مطبوعاتي ناسته ترسره کړې ده.
په يادې ناستې کې ويل شوي، چې د کمربند او لارې همکارۍ فورم په درشل کې به د زرغون پرمختګ لوړپوړی فورم هم ترسره شي.
د چین د ایکولوژیکي چاپېریال وزارت د نړیوالې همکارۍ ادارې مشرې جو ګوه مې يادې ناستې ته ويلي، چې دغه وزارت به د چین پرمختګ او اصلاحاتو له ملي کمېټې سره په ګډه د اکتوبر په ۱۸مې نېټې د زرغون پرمختګ لوړپوړی فورم ترسره کړي.
مېرمن جو ګوه مې ویلي، چې په دغه لوړپوړي فورم کې به د کمربند او لارې د زرغون پرمختګ په اړه د بېجینګ وړاندیز، د زرغون پرمختګ د پانګونې او پانګو د راغونډېدو همکاریزو اړیکو او په منځنۍ اسیا کې د زرغونې ټکنالوژۍ د پرمختګ عملي پلان خپاره شي.
(هیله)