چين ميډيا ګروپ د اکتوبر په ۱۶ مې نېټې « د سمسورتيا په لور» مستند فلم خپور کړی دی.
ياد فلم د نړۍ په ډېرو ژبو ژباړل شوی او د خپرولو مراسم يې په همدې ورځ په بېجينک کې ترسره شول.
په دغو مراسمو کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مطبوعاتي څانګې مرستيال او د چين ميډيا ګروپ رئيس شن های شيونګ، د چين ميډيا ګروپ مرستيال رئيس هو جين جون او د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې سرمنشي وو هاو، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مطبوعاتي څانګې د خپرندويي ادارې په ګډون د يو شمېر ارګانونو مسئولينو ګډون کړی و.