د افغانستان په مصیبت کې او د اسرائیل او فلسطین شخړې له امله رامنځته شويو ناورینونو تر شا د واشنګټن منفي رول ښکاره دی
CMG2023/10/17 09:27:40
شريکول:

د افغانستان په شمال لوېديځ کې د اکتوبر په ۷مه نېټه د ۶ اعشاریه ۲ درجې زلزله وشوه او په دغه هېواد کې له شلو کلونو راهیسې ډېر سخته زلزله ګڼل کېږی. د دې زلزلې له امله تر اوسه څه باندې څلور زره افغانانو ژوند له لاسه ورکړی او لږ تر لږه دوه زره کورونه پوره ویجاړ شوي دي.

د چین، سعودي عربستان، ترکیې، قزاقستان، اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د یاد خبر تر اورېدو وروسته په نږدې وخت کې د افغانستان له زلزله ځپلو وګړیو سره مرستې وکړې. په افغانستان کې د چین سفارت د اکتوبر په ۹مه نېټه د افغانستان سرې میاشتې ټولنې ته دوه سوه زره ډالره نغدې مرستې وسپارلې چې د چین د سره صلیب ټولنې لخوا ورکړل شوې وې. د چین د نړیوال پرمختګ همکاریزې اېجنسۍ د اکتوبر په ۱۲مه اعلان وکړ چې د چین حکومت به افغان زلزله ځپلو خلکو ته د ۴ میلیونو، ۱۸۰ زرو ډالرو په ارزښت بېړنۍ مرستې برابرې کړي.

خو امریکا چې تل د بشري حقونو پيغامونه يې ویلي او د نړۍ مشر يې ځان ګڼي، په افغانستان کې د زلزلې ناورین ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

په افغانستان کې د زلزلې د پېښېدو په همدې ورځ د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د نوې دورې شخړه راپورته شوې. حماس پر اسرائیل ناڅاپه بریدونه کړي او اسرائیل بیا د غچ اخیستنې په موخه پر غزه بریدونه کړي.

د اکتوبر تر ۱۴مې نېټې پورې د دې شخړې له امله څه د پاسه ۴زره تنه وژل شوي او ۱۲ زره نور ټپیان دي.

د چین، عرب لیګ او ملګرو ملتونو په شمول څو خواوو په دوامداره توګه د شخړې پر ښکیلو برخو غوږ نیولی چې سړه سینه وساتي، ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي او ژر دې اوربند وکړي.

خو امریکې خپل دوه ګوني معیار ته دوام ورکړی چې له اسرائیل يې کلک ملاتړ په ډاګه کړی او پر حماس یې سخته غندنه کړې. د امریکې د سمندري پوځ د فورټ په نوم الوتکه وړونکې پوځي بېړۍ د اکتوبر په ۱۰مه نېټه د مدیترانې سمندر منځنۍ برخې ته رسېدلی. که اسرائیل اړتیا لري، هغه ور سره قوي هوايي مرستې او یا د لرې واټن وسلې ورکوي. د ترکیې ولسمشر اردوغان د امریکې د دغه عمل غندنه کړې او ویلي يې دي چې دا به ښايي د شخړې په سیمه کې د لویې پيمانې وژنې سبب وګرځي.

شنونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې د یادې زلزلې له امله رامنځته شوې مرګژوبله ډېره سخته ده، یو لامل یې دا دی چې په کلیوالو سیمو کې د ودانیو کیفیت کمزوری دی، په زلزله ځپلې سیمه کې د ژغورنې تجهیزات او درملنې مرکزونه کم دي. بل مهم لامل دا دی چې امریکې د افغانستان د مرکزي بانک شتمني کنګل کړې او پر دغه هېواد یې اقتصادي بندیزونه لګولي. اوس په افغانستان کې ۲۹ میلیونه، ۲۰۰ زره کسان بېړنۍ بشري مرستې ته اړتیا لري، زیاتره خلک له اوږد وخت راهیسې د لوږې په حال کې دي، نو له طبیعي ناورین سره د مقابلې توان يې ډېر کمزور دی.

امریکې هم د فلسطین او اسرائیل ترمنځ مسئلې کې منفي رول درلودلی دی. نړیواله ټولنه د فلسطین او اسرائیل د ستونزې د حل لپاره د دواړو هېوادونو د جوړونې له لایحې ملاتړ کوي، چې له مخې به يې د ۱۹۶۷م سرحد پر بنسټ، د ختیځ بیت المقدس په پلازمینه یو خپلواک فلسطین جوړېږي. خو واشنګټن له اوږدې مودې راهیسې له اسرائیل څخه ناعادلانه ملاتړ کړی، د اسرائیل د ګټو پر بنسټ د تش په نوم د منځني ختیځ د سولې نوی پلان یې وړاندی کړی چې د فلسطینیانو لخوا يې سخت مخالفت شوی او له امله يې د فلسطین او اسرائیل ترمنځ په اړیکو کې تل تاوتریخوالی پېښېږي.

د دواړو خواوو دغه ځل شخړه بې ساري ده او ګڼ شمېر ملکي وګړي پکې ووژل شول. خو دا مو ولیدل چې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انټونیو بلیکن چې اوس له منځني ختیځ څخه په لیدنه بوخت دی، له خپل چیني سیال وانګ يي سره یې په ټلیفوني خبرو کې وویل چې امریکا د دواړو هېوادونو د جوړېدو له لایحې ملاتړ کوي او غواړي له چین سره همغږي پياوړې کړي. بلخوا، د امریکې د هوفینټون پوست ورځپاڼې په خپله ویبپاڼه کې خبر ورکړ چې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت له خپلو دیپلوماتانو وغوښتل چې دغه وینا دې نه کوي چې وايي، واشنګټن نور زیات تاوتریخوالی نه غواړي. له دې څخه ښکاري چې د امریکې حکومت د شخړې له ښکیلو خواوو څخه د سړه سینه ساتلو غوښتنه نه کوي.

په حقیقت کې واشنګټن د خپلو ګټو او تسلط ساتلو لپاره پر نورو هېوادونو یا بندیزونه لګوي، یا شخړې جوړوي، او ځايي وګړیو ته يې ډېر زیانونه رسولي دي. د افغانستان په مصیبت کې او د اسرائیل او فلسطین په سخړې کې د بشردوستۍ ناورینونو تر شا د واشنګټن منفي رول شتون لري.