وانګ يي د کمربند او لارې د نړیوالې همکارۍ درېیم فورم له ګډون کوونکو بهرنیو مېلمنو سره وکتل
CMG2023/10/17 11:33:47
شريکول:

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سیاسي بیورو غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د اکتوبر په ۱۶مې نېټې په دیاو یو تای ملي مېلمستون کې له خپلو ترکمنستاني، روسي، مغولي، هنګري سیالانو او د اسیان سرمنشي سره کتلي دي.

دغه بهرني مېلمانه د کمربند او لارې د نړیوالې همکارۍ درېیم فورم کې د ګډون په پار بېجينګ ته تللي دي.

وانګ يي د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر رشيد مردوف سره د کتنې پر مهال ويلي، چې ترکمنستان د کمربند او لارې د ګډې جوړونې کلیدي همکار دی او باور يې ښودلی، چې دواړه هېوادونه به د دې فورم په مټ خپلمنځي همکارۍ نورې هم پياوړې کړي او اړوندې پروژې به يې پرمختګ ومومي.

رشيد مردوف ويلي، چې هېواد يې د کمربند او لارې د ګډې جوړونې له وړاندیز ملاتړ کوي او پکې فعال برخه لري.

نوموړي هيله ښودلې، چې د کمربند او لارې وړاندیز په مټ به د اروپا او اسیا ترمنځ د نظر تبادلو او همکاريو سویه نوره هم لوړه شي.

وانګ يي له خپل روسي سیال سیرګي لاوروف سره په لېدنې کې د ولسمشر ولادمیر پوتین هغه رویه ستايلې، چې د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړاندیز لوړه ارزونه یې کړې او ملاتړ يې ترې کړی دی.

نوموړي ويلي، چې هېواد يې د روسیې هرکلی کوي، چې په دغه وړاندیز کې فعال ګډون ته دوام ورکړي او د نړیوالې ټولنې د ګډ پرمختګ او سمسورتیا لپاره خدمتونه وکړي.

سیرګي لاوروف د روسیې او چین ترمنځ اړیکې د فعال پرمختګ په حال کې بللي او په وينا يې، روسیه غواړي له چین سره نږدې ستراتيژیکې تبادلې وساتي او په بېلا بېلو برخو کې ورسره عملي همکارۍ نورې هم ژورې کړي.

(هیله)