شي جين پينګ د چيلي له ولسمشر جبریل بوريک سره وکتل
CMG2023/10/17 15:15:46
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر د ١٧مې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د چيلي له ولسمشر جبریل بوريک سره کتلي او په خپلمنځي اړيکو ورسره غږیدلی دی.

ولسمشر بوريک په همدې ورځ د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ ۳م فورم کې د ګډون په پار بېجینګ ته تللی دی.

شي جين پينګ له نوموړي سره په لېدنې کې ويلي، چيلي د جنوبي امريکا لومړی هېواد دی، چې د چين له ولسي جمهوريت سره يې ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړي او د چين او لاتينې امريکا ترمنځ د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په برخه کې يې مخکښ رول لوبولی دی.

نوموړي ويلي، چې چين او چيلي دواړه پرمختيايي هېوادونه دي او هېواد يې غواړي د ملګرو ملتونو او د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ سازمان په چوکاټ کې ورسره اړيکې او همکارۍ پياوړې کړي، د پرمختيايي هېوادونو يووالی او همکارۍ او واقعي څو اړخيزم او ازاده سوداګري ورسره وساتي.

دواړو مشرانو له خبرو اترو وروسته، د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ، د پرمختګ او همکارۍ، صنعتي پانګونې، ډيجيټلي اقتصاد او د ټېکنالوژيکي نوښت په ګډون د دوه اړخيزو همکاريو يو شمېر سندونه هم لاسليک کړل.