سروې: د کمربند او لارې د ابادوونکو هېوادونو تر ٪ ۹۰ زیات خلک د پروژو لاسته راوړنې ستايي
CMG2023/10/17 10:59:54
شريکول:

د سي جي ټي اېن او د چين خلکو پوهنتون د یوې ګډې سروې نتيجه خپره کړې، چې له مخې يې د کمربند او لارې د ابادوونکو هېوادونو هغو خلکو (٪۹۳.۸) چې يادې سروې کې يې برخه اخيستې، د دغې برنامې په ګډې ابادۍ کې تېرې لس کلنې لاسته راوړنې ستايلې دي.

د سروې نتيجه ښيي، په تېرې يوې لسیزې کې، د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ د بنسټيزو تاسيساتو وصل د خلکو په ژوند کې څرګند ښه والی راوستلی دی او د سروې ٪۸۶.۹ ګډونوال پر دې اند دي، چې د خپلو هېوادونو بنسټيز تاسیسات یې د کمربند او لارې د ابادۍ په رڼا کې ښه شوي دي او د سروې ٪ ۸۴.۹  برخه اخيستونکي بیا پدې نظر دي، چې کمربند او لارې د دوی د هېوادونو پرمختګ ګړندی کړی دی.

د سروې ګډوانوالو د چين هغه کړنې ستايلي، چې د کمربند او لارې د ابادوونکو هېوادونو پورونه يې کم او يا ورته معاف کړي دي او ٪ ۸۳ ګډونوالو يې بیا پدې اند دي، چې د چين ياده کړنه د مسئوليت منونکې رويې ښکارندويي کوي او وروسته پاتې سيمې يې په خوځښت راوستلې دي.