د بلژیک په پلازمینې بروکسیل کې د ډزو پېښه شوې
CMG2023/10/17 11:36:46
شريکول:

د بلژيک په پلازمینه بروکسیل کې د اکتوبر په ۱۶مې نېټې د ډزو پېښه شوې، چې له امله يې دوه سویډني اتباع وژل شوي او یو بل ټپی دی.

د بلژیک له کړکېچ سره مبارزې ادارې په بروکسيل کې امنیتي درجه تر ټولو لوړې ۴ درجې ته لوړه کړې ده.

د بلژیک د فدرالي څارنوالۍ د دفتر ویاند د همدې نېټې په شپه خبر ورکړی، چې يوه وسله وال د بروکسیل په يوه واټ کې پر ملکي وګړیو ډزې کړي، چې له امله يې درېيو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د وسله وال هويت نه دی څرګند شوی او له سیمې په تېښته بريالی شوی دی.

 له سیمې تېښتېدلی او هويت يې هم تر اوسه مالوم نه دی.

يوه کس، چې ځان ته يې د ځانمرګي خطاب کړی، پر ټولنيزو رسنيو يوه ويډ‌يو خپره کړې او له داعش یې ملاتړ په ډاګه کړی دی.

 (هیله)