په روم کې د ۲۰۲۳م کال د غلو دانو د نړيوالې ورځې فعاليت او د خوړو نړيوال فورم ترسره شول
CMG2023/10/17 10:57:45
شريکول:

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د اکتوبر په ۱۶ مې نېټې د ايټاليې په پلازمينې روم کې د ۲۰۲۳م کال د غلو دانو نړيوالې ورځې د لمانځلو نړيوال فعاليت او د خوړو نړيوال فورم ترسره کړی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له نړيوالو غوښتي، چې د اوبو سرچېنو دوامدار مديريت پیاوړی، د کرنې او غلو دانو سيسټم تنظيم او په چټکۍ د اقليمي بدلون د مخنيوي اقدامات پلي کړي او يوه داسې نړۍ جوړه کړي، چې د بېوزلو او وږيو فرياد پکې نه وي.

د ۲۰۲۳م کال د غلو دانو نړيوالې ورځې فعاليت تر ” اوبه د ژوند سرچېنه ده، اوبه د خوړو بنسټ دی او هيڅوک باید وږي پاتې نه شي“ عنوان ترسره شوی دی.

د دغه فورم منځپانګه د نړۍ د ۲ ميليارډو او ۴۰۰ ميليونو خلکو د اوبو د کمښت ستونزې پر هواري او د هغو ۶۰۰ میلیونو پر ژوند چې سمندري خواړه ډېر کاروي او د ايکولوژۍ د ککړتياوو او کمزورتياوو او د اقلیمي بدلون پر اغېزو ورټوله وه.