د چين او قزاقستان ولسمشرانو سره وکتل
CMG2023/10/17 10:36:02
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۷ مې نېټې په بېجينګ کې د خلکو لوی تالار کې د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومارت توکايف سره کتلي دي.

ولسمشر توکايف په همدې ورځ د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ ۳م فورم کې د ګډون په پار بېجینګ ته تللی دی.

شي جین پينګ له خپل قزاقي سیال توکايف سره په لېدنې کې ويلي، چې د چين او قزاقستان ترمنځ سالمې، ثابتې او له حياتي ځواکه ډکې اړيکې نه يوازې د دواړو هېوادونو د پرمختګ او سمسورتيا لپاره، بلکې د سيمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره هم ګټورې دي.

نوموړي ويلي، چې دواړه هېوادونه دې په هر ډول نړیوال وضعيت کې پر خپلو اصلي هيلو ټينګار ولري، يو له بل سره دې مرستې وکړي، د دوستانه ګاونډيتوب مفکوره دې نسل په نسل خپره او خپلمنځي دايمي او هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړیکو ته دې دوامدار پرمختګ ورکړي.

ولسمشر شي جين پېنګ په خپلو خبرو کې د کمربند او لارې وړانديز ته هم اشاره کړې او په وينا يې، هغه لس کاله مخکې په قزاقستان کې په لومړي ځل د ورېښمو لارې اقتصادي کمربند د ګډې ابادۍ وړانديز وکړ او په وينا يې، دغه وړانديز په يوې لسیزې کې ډېر پرمختګ کړی دی.

نوموړي هيله ښودلې، چې دواړه هېوادونه خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ د زیاتو لاسته راوړنو لپاره هڅې وکړي او خلکو ته زياتې ګټې ورسوي.