د روسیې د حیواناتو او نباتاتو د روغتیا څار فدرالي ادارې د اکتوبر په ۱۶مې په یوې اعلاميې کې ويلي، چې په همدې ورځ يې له جاپان څخه د سمندري خواړو پر وارداتو لنډمهالي بندیزونه لګولي دي.
د جاپان حکومت د تېر اګست په ۲۴مې نېټې د نړیوالې ټولنې له کلک مخالفت او شک سره سره سمندر ته د فوکوشما اټومي ککړو اوبو د خوشي کولو پلان عملي کړی دی.
د نړۍ ډېرو هېوادونو د جاپان له يادې کړنې سره سخت مخالفت څرګند کړی او ویلي يې دي، چې د جاپان دغه کړنه به د ګردې نړۍ پر سمندري چاپېریال سخت بد اغېز وکړي او د جاپان د خواړو او سمندري تولیداتو امنيت ګواښي.
(هیله)