د کمربند او لارې د فلمي ټلويزيوني نړيوالو همکاریو د لاسته راوړنو غونډه د اکتوبر په ۱۶ مې نېټې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مطبوعاتي څانګې مرستيال او د چين ميډيا ګروپ رئیس شن های شيونګ ګډون درلود او د چين ميډيا ګروپ مرستيال رئيس هو جين جون پکې ګډون او وينا کړې ده. دغه راز د چين د کلتور او سېلانۍ وزارت، په بېجينګ کې د نيکاراګوا، تايلنډ، ايران او تنزانيا په ګډون د يو شمېر هېوادونو ډيپلوماتانو او د کمربند او لارې د اړوندو هېوادونو د فلمي او ټلويزيوني ارګانونو مسئولينو هم پکې ګډون کړی و.