د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د اکتوبر په ۱۶مې نېټې د فلسطین او اسرائیل د وضعیت ارامولو مسودې په اړه رایګیري شوې، خو د موافقو رایو د کمښت له امله ياده مسوده نه ده تصویب شوې.
دغه مسوده د روسیې لخوا وړاندې شوې وه او پکې يې له فلسطین او اسرائیل څخه د سمدستي اوربند غوښتنه کړې وه.
روسیې په يادې مسودې کې د ملکي وګړیو په موخه هر ډول تاوتریخوالی غندلی او د شخړې له ښکېلو خواوو يې د ټولو یرغملو د خوشي کولو او د بشري مرستو د لیږدونې او ویشلو د بندو لارو د پرانېستلو غوښتنې کړې دي.
امریکې، فرانسې، بریتانیې او جاپان دغې مسودې ته مخالفې رایې ورکړې دي. (هیله)