په نړۍ کې د ډيجيټل کېدو جريان روان دی او چټک او لوی بدلونونه پکې رامنځته کيږي، خو د دې تر څنګ، بشري نړۍ بيا له ګڼو ننګونو سره مخ ده، چې د ساري په توګه يې اقليمي بدلون، د بيولوژيک پيدايښت د متنوعيت کموالی، د خاورو د صحرايي کېدو سختوالی او د سختو اقليمي پېښو زياتوالی يادولی شو.
دغو ننګونو انسانانو ته د خطر زنګ وهلی دی.
چين په روانې زمانې کې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ له همکارو هېوادونو سره د انسانانو د ښه راتلونکي لپاره څنګه او کومې هڅې کوي؟
چين په تېرې لسيزې کې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ له ۳۱ برخه والو هېوادونو سره د زرغون پرمختګ وړانديز کړی او د نړۍ له ۱۰۰ زياتو هېوادونو او سيمو سره يې د نوې انرژۍ په برخه کې همکارۍ کړې دي.
د کمربند او لارې همکارو هېوادونو په تېرې لسیزې کې د چاپېريال ساتنې، ډيجيټلي چارو او ټېکنالوژۍ په برخو کې د نوښت په لور ګامونه پورته کړي او نړۍ ته يې د ګټو رسولو پراخه لار غځولې ده.