د لړيز پروګرام (( د سمسورتيا په لور)) شپږمه برخه: (( سوله ييز او همغږی ګډ موجوديت ))
CRI2023/10/17 16:16:23
شريکول:

سيندونه د ځمکنۍ کرې رګونه دي او خاورو او تمدنونو ته غذا ورکوي.

په نړۍ کې مختلفو تمدنونه، مذهبونه او نژادونه ګډ ژوند کوي او په ګډه د متقابل درناوي او دوستۍ تاريخ جوړوي.   

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۷م کال د مې په ۱۴مې نېټې د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ د لومړي فورم پرانيستونکو مراسمو ته ويلي وو، چې د ورېښمو لرغونې لار زرګونه کلن تاريخ او سلګونه زره کيلومتره اوږدوالی لري او د سولې، همکارۍ، ورخلاصون، ټولشموليت، متقابلو زده کړو او ګډو ګټو روحيه يې ټينګه کړې ده.

د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ ۱۷ هېوادونو د تاريخ پېژندنې په برخه کې ۳۳ همکاريزې پروژې پلې کړي، چې د بېلا بېلو تمدنونو ټولشموليت، تبادلې او متقابلې زده کړې ترې ښکاري.

د کمربند او لارې ګډه ابادي له هېوادونو او د خلکو له متقابل تفاهم او درناوي څخه نه شي جلا کېدای، بلکې دغې ابادۍ د مختلفو تمدنونو ترمنځ د انساني او کلتوري تبادلې، تګ راتګ او د سوله ييز او همغږي ګډ موجوديت لپاره د ګلانو ګېډۍ جوړه کړې ده.