اسرائيلي ځواکونو په غزې کې پر يوه روغتون هوايي بريد کړی
CMG2023/10/18 10:35:16
شريکول:

د فلسطين خبري اژانس د اکتوبر په ۱۷مې نېټې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د غزې پر يوه روغتون هوايي بمباري کړې، چې له امله يې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د فلسطين د امنيت ادارې يوه چارواکي رسنيو ته ويلي، چې په ياد روغتون کې ګڼ شمېر بې کوره شوي وګړي اوسيدل، چې اسرائيلي ځواکونو پرې بمباري کړې ده.

دغه چارواکي ويلي، چې هلته له بمبارۍ وروسته ډېر سخت اور لګيدلی، چې له امله يې بې کوره شويو خلکو ته درنه مرګژوبله اوښتې او د روغتون تجهيزات هم سوځيدلي دي.

د اسرائيل حکومت په دې اړه تر اوسه هیڅ نه دي ويلي.