د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ درېيم فورم په بېجينګ کې پيل شو
CMG2023/10/18 19:31:20
شريکول:

د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ درېيم فورم پرانيستونکي مراسم د اکتوبر په اتلسمې نېټې په بېجينګ کې تر سره شول. د څه باندې ۱۴۰ هېوادونو او ۳۰ نړيوالو سازمانونو استازو په دغه فورم کې ګډون کړی.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغه فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه. شي جين پينګ وويل، چې بشر يو له بل سره د نښلولو او د ګډ برخليک د ټولنه ده. د کمربند او لارې وړانديز د پيوستون او ګډو ګټو اصول عملي کوي او ګډ پرمختګ او همکارۍ مومي. چين هيله لري، چې له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای د سوله ييز پرمختګ، د ګډو ګټو د همکاريو او ګډې سمسورتيا په لور د عصري کېدو بهير بشپړ کړي.

شي جين پينګ په پرانيستونکو مراسمو کې د کمربند او لارې د باکيفيته ابادۍ په پار د چين ۸ عملي موارد اعلان کړل.

چين به د دغو اتو مواردو په اساس د ورېښمو لارې د الکترونيکې سوداګرۍ د همکاريو نمونوي حوزې جوړې کړي، له نورو زياتو هېوادونو سره به د ازادې سوداګرۍ تړونونه لاسليک کړي. د چين ملي پراختیا بانک او د چين د وارداتو او صادراتو بانک به د پانګو د راغونډولو ډګرونه جوړ کړي. چين به تر ۲۰۳۰م کال پورې د ملګرو هېوادونو د ۱۰۰ زرو وګړو لپاره مسلکي روزنې برابرې کړي، په دغه هېواد کې به د نورو هېوادونو د ځوان ساينس پوهانو د لنډمهالي کار لپاره زمينه برابره کړي او د ورېښمو لارې د سيلانيزو ښارونو ټولنه به جوړه کړي.