شي جين پينګ د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ درېيم فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه
CMG2023/10/18 19:14:22
شريکول:

د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ درېيم فورم پرانيستونکي مراسم د اکتوبر د ۱۸مې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې تر سره شول. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دغو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

شي جين پينګ په خپله وينا کې د کمربند او لارې د باکيفيته ابادۍ د ملاتړ لپاره د چين اته موارد اعلان کړل او ویې ويل، چين هيله لري چې له بېلا بېلو خواوو سره د کمربند او لارې همکاريزې اړيکې لا پياوړې کړي، د باکيفيته پرمختګ نوې مرحلې ته د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ چارې ورسوي او د بېلا بېلو هېوادونو د عصري کېدو لپاره ګډې هڅې کړي.

نوموړي د کمربند او لارې د لوړ کيفيت ګډې ابادۍ د هڅونې په پار اته موارد اعلان کړي دي:

۱ـ چين به د کمربند او لارې د نښلونې او پيوستون بعدي شبکه جوړه کړي.

۲ـ  چين د نړۍ له پرانیستي اقتصاد څخه ملاتړ کوي.

۳ـ چين به له اړوندو هېوادونو سره لا زياتې عملي همکارۍ وکړي.

۴ـ چين به زرغون پرمختګ ته وده ورکړي.

۵ـ چين به ساینسي او تخنیکي نوښتونو ته وده ورکړي.

۶ـ  چين د خلکو تر منځ له تګ راتګ ټينګ ملاتړ کوي.

۷ـ چين به له فساده پاک د کمربند او لارې باکيفيته ابادي پرمخ بوزي.

۸ـ چين به د کمربند او لارې د نړیوالې همکارۍ میکانیزم بشپړ کړي.

شي جين پينګ د خپلې وينا په پای کې په ټينګه وويل، چې چين د کمربند او لارې وړانديز مطرح کړی او په دې لاره له نړۍ سره لاسته راوړنې او فرصتونه شريکوي. نوموړي په لا ښه کيفيت او لا لوړه کچه د کمربند او لارې ګډه ابادي تاکيده کړه او غوښتنه يې وکړه، چې د ورخلاصون، ټولشموليت، پيوستون او ګډ پرمختګ نړۍ دې جوړه کړو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره دې ګډې هڅې وکړو.

د څه باندې ۲۰ هېوادونو مشرانو، لوړ پوړو استازو او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټرېش او د نوي پرمختګ بانک مشرې ديلما روسيف په مراسمو کې ګډون وکړ.