شي جین پينګ د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرزایوف سره وکتل
CMG2023/10/18 10:57:29
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۷مې نېټې د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرزایوف سره کتلي او د ځينو موضوعاتو په اړه ورسره غږیدلی دی.

شوکت میرزایوف د کمربند او لارې د نړیوالې همکارۍ په درېیم فورم کې د ګډون په پار بېجينګ ته تللی دی.

شي جين پينګ له خپل ازبکستاني سیال سره په خبرو کې ويلي، چې چين به د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړاندیز د لسمې کلیزې په درشل کې له ازبکستان سره د عصري پرمختګ زده کړې تبادله او ملاتړ ترې وکړي.

نوموړي ويلي، چې چين او ازبکستان به د ګډ برخلیک ټولنه جوړه کړي او د سیمې د سولې او سمسورتیا لپاره به زیات حیاتي ځواک برابر کړي.

هغه زياته کړې، چې چین د حاکمیت، خپلواکۍ او د خاورو بشپړتیا د ساتلو په برخه کې له ازبکستان څخه ټينګ ملاتړ کوي.

ولسمشر شوکت میرزایوف ويلي، چې هېواد يې د یو چین پېژندنې اصل ته درناوی لري او د رئیس شي جين پینګ د ګردې نړۍ د پرمختګ، امنیت او تمدن وړاندیزونو څخه ټينګ ملاتړ کوي.

نوموړي ويلي، ازبکستان به له چین سره د دواړو هېوادونو د مشرانو موافقې ښې تطبیق کړي او د ګډ برخلیک ټولنه به ورسره جوړه کړي.

شوکت میرزایوف د چین- منځنۍ اسیا همکاریز میکانیزم د سیمې هېوادونو د همکارۍ او پرمختګ یو مهم ډګر بللی او ويلي یې دي، چې هېواد به یې له چین سره د دې میکانیزم د پياوړتیا لپاره کوښښونه وکړي.

(هیله)