د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي اسمبلۍ درېیمې کمېټې د اکتوبر په ۱۷مې نېټې د بشري حقونو په اړه عادي مباحثوي غونډه ترسره کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي جانګ جون يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې د بشري حقونو ژوره او هراړخيزه مانا د ګردې نړۍ د امنیت، پرمختګ او تمدن وړاندیزونو کې بيان شوې او د چیني ځانګړتیا لرونکو بشري حقونو د پرمختګ لار او په دې برخه کې تر لاسه شوي بریالیتوبونه هم پکې معرفي شوي دي.
نوموړي ويلي، چین په خپلو کورنیو چارو کې د هر هېواد له لاسوهنې سره کلک مخالفت کوي.
ګڼ شمېر پرمختیايي او ملګرو هېوادونو په یادې مباحثوي غونډې کې له چین څخه ملاتړ کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي يادې غونډې ته د ۷۲ هېوادونو په استازیتوب وینا کړې او د چين د بشري حقونو چارې يې ستایلې دي.
د وینزویلا استازي يادې غونډې ته د ملګرو ملتونو د منشور د ساتلو همکارو هېوادونو ګروپ د ۱۹ غړو هېوادونو په استازیتوب وینا کړې او د بشري حقونو په برخه کې یې د چين برياوې ستایلې دي.
د ځينو نورو هېوادونو استازو هم يادې غونډې ته په جلا جلا توګه ویناوې کړي او د بشري حقونو مسئلې ته د سیاسي رنګ له ورکولو سره يې مخالفت څرګند کړی دی.
(هیله)