د چين د احصايې ملي ادارې يو لړ تازه مالومات خپاره کړي، چې له مخې يې، د روان کال په لومړيو ۳ ربعو کې د چين ملي اقتصاد پر له پسې ښه بلل شوی او توليدات او عرضه يې زيات شوي دي.
مالومات ښيي، چې د چين د بازار تقاضا پراخه شوې، د کارموندنې او د توليداتو بيې يې ښې شوي، د پرمختګ کيفيت يې سالم لوړ شوی او مثبت اقتصادي عناصر يې ډېر شوي دي.
شمېرې ښيي، چې د روان کال په درېیو ربعو کې د چين د کورني توليد عمومي ارزښت ۹۱۳۰۲ ميليارډه يوانو ته رسیدلی، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٥.٢ سلنه زياتوالی ښيي.
(ژباړه: شکريه)