مېرمن پنګ لي يوان د بهرنيو مشرانو له مېرمنو سره د چين د غیر مادي کولتوري اثارو له موزيم څخه ليدنه وکړه
CMG2023/10/18 20:07:44
شريکول:

د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ درېيم فورم د برخه والو بهرنيو مشرانو مېرمنو د اکتوبر په ۱۸مې نېټې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مېرمنې پنګ لي يوان په بلنې د دغه هېواد د غیر مادي کولتوري اثارو له موزيم څخه ليدنه کړې ده.

پنګ لي يوان له يادو مېلمنو سره يو ځای په نندارتون کې د قيمتي ډبرو حکاکۍ، نساجۍ او خامک دوزۍ او باڼسي او لرګينو توکو په شمول د لاسي اثارو ننداره کړي دي.

د غیر مادي کولتوري مهارتونو ساتونکو بهرنيو مېلمنو ته د چين د قومي ځانګړتيا لرونکو لاسي صنعتونو د مهارتونو په اړه مالومات ورکړي دي.

مېرمن پنګ لي يوان او بهرنيو مېلمنو د دغه نندارتون د لاسي صنعت اثار ستايلي دي او په ترڅ کې يې د چين د دودیزې اوپرا هنري ننداره هم کتلې ده.

پنګ لي يوان له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې کلتور د کمربند او لارې د هېوادونو په يووالي او همکاريو کې د روحيې د کمربند رول لري او هيله يې ښودلې، چې د چين او دغو هېوادونو ترمنځ انساني او کلتوري تګ راتګ لا پياوړی او خپلمنځي دوستۍ يې نسل په نسل وساتل شي او ګډ پرمختګ ومومي.