شي جين پينګ د کمربند او لارې د لوړ کيفيت ابادۍ د هڅونې لپاره اته تدبيرونه اعلان کړل
CMG2023/10/18 14:55:02
شريکول:

د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ د درېيم فورم پرانيستونکي مراسم د اکتوبر په ۱۸مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې تر سره شول.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميسيون رئيس شي جين پينګ په يادو مراسمو کې ګډون او مهمه وينا کړې ده.

نوموړي د کمربند او لارې د لوړ کيفيت ګډې ابادۍ د هڅونې په پار اته تدبيرونه اعلان کړي دي:

۱ـ چين به د کمربند او لارې د نښلونې څو بعدي شبکه جوړه کړي.

۲ـ  چين د نړۍ د پرانیستي اقتصاد له جوړولو ملاتړ کوي.

۳ـ چين به له اړوندو هېوادونو سره لا زياتې عملي همکارۍ وکړي.

۴ـ چين به زرغون پرمختګ ته وده ورکړي.

۵ـ چين به ساینسي او تخنیکي نوښتونو ته وده ورکړي.

۶ـ  چين د خلکو تر منځ له تګ راتګ ټينګ ملاتړ کوي.

۷ـ چين به له فساده پاک د کمربند او لارې باکيفيته ابادي پرمخ بوزي.

۸ـ چين به د کمربند او لارې د نړیوالې همکارۍ میکانیزم بشپړ کړي.

(ژباړه: شکريه)