د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د اکتوبر په اتلسمې نېټې د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ درېيم فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي ويلي، چې د کمربند او لارې وړانديز د نړۍ څو ميليارډو خلکو ته هيلې او پرمختګونه رسولي دي.
ګوټرېش له بنسټيزو تاسيساتو پرته پرمختګ ناشونی بللی دی او په وينا يې، د پرمختيايي هېوادونو څو ميليارډه خلک لا هم د بنسټيزو تاسيساتو له کمبود سره مخ دي او د کمربند او لارې د نړيوالو همکاريو روان فورم او د کمربند او لارې وړانديز د دغې مسئلې د حل لپاره ډېر مهم ارزښت لري.
نوموړي زياته کړې، چې د کمربند او لارې د ابادۍ وړانديز نه يوازې د پرمختيايي هېوادونو دواملرونکی اقتصادي پرمختګ پياوړی کولی شي، بلکې د چاپېريال د دواملرونکي پرمختګ لپاره هم خدمت کولی شي.
ګوټرېش د ورېښمو زرغونې لارې د ابادۍ هڅې ستايلي او په وينا يې، ملګري ملتونه به د دغو هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي.