وانګ يي د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونيو ګوټرېش سره وکتل
CMG2023/10/18 10:42:16
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اکتوبر په ۱۷مې نېټې د بېيجنګ د خلکو په لوی تالار کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انټونيو ګوټرېش سره کتلي دي.

انټونيو ګوټرېش د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ په درېیم فورم کې د ګډون په پار بېجينګ ته تللی دی.

وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې هېواد به یې له ملګرو ملتونو سره په ګډې همکارۍ  نړيوالې ټولنې ته لا زيات باکيفيته عامه توليدات برابر کړي، د نړيوالې سولې او پرمختيایي چارو لپاره به لازيات خدمتونه وکړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره به هڅې وکړي.

انټونيو ګوټرېش په خپلو خبرو کې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړانديز او د نړيوال پرمختګ وړانديز په شمول د چين وړانديزونه د پرمختیايي هېوادونو پر وړاندې د اوسنيو ننګونو د مقابلې لپاره ډېر مهم بللي دي.

 نوموړي ويلي، چې ملګري ملتونه به له چين سره نژدې همکارۍ ولري او د جنوب او جنوب ترمنځ له همکاريو څخه به ملاتړ وکړي او د نړيوالې ادارۍ د بشپړولو لپاره به هلې ځلې وکړي.