د روان ۲۰۲۳م کال په دوهمې ربعې کې د چين اقتصادي احيا د کورونو د بازار تر اغېزې لاندې ورو شوې وه، خو له درېيمې ربعې راهيسې يې د صنعتي توليد، پرچون او صادراتو په برخو کې بېلا بېلې شمېرې لوړې شوې دي او په تېره بيا د سپوږمۍ اختر او ملي جشن په اوونيزې رخصتۍ کې يې د سيلانيانو مصارف زيات شوي او اقتصادي پرمختګ يې هڅولی دی.
په چين کې د اسيا د انکشافي بانک د استازنځي د اقتصادي او ستراتيژيکو چارو دفتر مشره اکيکو تيرادا هاګيوارا په دې اند ده، چې د چين اقتصاد به د توليدي موثريت د لوړوالي او د پانګو د زياتوالي پر مټ په راتلونکو سلګونو کلونو کې ثابت او سالم پرمختګ وساتي او د کورنيو توليداتو د ارزښت په برخه کې به د چين او امريکا ترمنځ واټن نور هم کم شي.