خبري رسنیو د اکتوبر په ۱۷مې خبر ورکړی، چې د ترکیې حکومت څو ورځې مخکې ۱۷ کسان داعش ته د پیسو ورکولو په تور نیولي دي.
ترکیې په ۲۰۱۳م کال کې داعش ترهګریزه ډله اعلان کړې ده. دغې ډلې په تېرو کالونو کې په ترکیې کې څو چاودنې کړي او لسګونو کسانو ته يې مرګژوبله اړولې ده.
د ترکیې امنیتي ځواکونه په وروستیو کې د داعش د غړو په نیولو بوخت دي.
(هیله)