شي جين پينګ: د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړانديز کې هڅونې او متقابلې مرستې ته جدي پاملرنه کېږي
CMG2023/10/18 14:41:41
شريکول:

د کمربند او لارې د نړیوالې همکارۍ د درېیم فورم پرانیستونکي مراسم د اکتوبر په ۱۸مې په بېجینګ کې ترسره شول.

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون رئیس شي جين پينګ هم په دغو مراسمو کې ګډون او وینا کړې ده.

نوموړي ويلي، چې د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړانديز کې هڅونې او متقابلې مرستې ته جدي پاملرنه کېږي او موخه يې ځان او نورو ته د ګټو رسول بللي دي.

شي جين پينګ ويلي، چې د دغه وړانديز برخوال له ايډيالوژيک تقابل، جيوپوليتيکس سیالۍ، ډلبندۍ، یواړخیزو بندیزونو او اقتصادي ګواښونو او د اړیکو له هر ډول پرېکون سره مخالفت کوي.

(هیله)