د چین د دولت رئیس شي جين پينګ او مېرمن پينګ لي یوان د اکتوبر په ۱۷مې نېټې د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د کمربند او لارې د نړیوالې همکارۍ درېیم فورم کې د ګډونوالو مېلمنو لپاره د هرکلي مراسم ترسره کړل.
شي جين پينګ په يادو مراسمو کې د چین د حکومت او خلکو په استازیتوب د بېلا بېلو هېوادونو مېلمنو ته تود هرکلی او ښه راغلاست ووايه.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې چين د کمربند او لارې د ګډې جوړونې له همکارو هېوادونو سره يو ځای په تېرې يوې لسيزې کې د ګردې نړۍ لپاره خدمتونه کړي، د نړیوالو اقتصادي همکاريو لپاره يې ښه ډګر جوړ کړی او د نړیوال اقتصادي پرمختګ لپاره يې حیاتي ځواک برابر کړی دی.
شي جين پينګ په خپلو خبرو کې په اشارې وویل، چې مونږ د پرمختګ پر موخې ټينګار لرو او د کمربند او لارې باکفیته ګډه ابادي به هرومرو په نوې زمانې کې ځلاند بریالیتوبونه تر لاسه کوي او د انسانانو روښانه راتلونکی به جوړوي.