د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر د اتلسمې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې له خپل روسي سیال ولاديمير پوتين سره کتلي او په يو لړ مسئلو ورسره غږیدلی دی.
ولسمشر پوتین د کمربند او لارې د نړیوالې همکارۍ په درېیم فورم کې د ګډون په پار بېجينګ ته تللی او چيني سیال شي جين پينګ يې تود هرکلی کړی دی.
د ولسمشر پوتين دا درېيم ځل دی، چې د کمربند او لارې د نړیوالې همکارۍ په فورمونو کې ګډون کوي او د کمربند او لارې وړانديز څخه يې ټينګ ملاتړ کړی دی.
شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې د چین او روسیې متقابل سياسي باور ژور بللی او په وينا يې، د دواړو هېوادونو ستراتيژيکې همکارۍ نږدې او اغېزمنې شوي او د دوه اړخيز سوداګريز ارزښت ريکارډ يې پر له پسې په لوړېدو او د ۲۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو هدف ته د رسېدو په حال کې دی.
د چين او روسيې دواړو سیالانو له ٢٠١٣م کال راهيسې ۴۲ ځلې لېدنې کړي او د دواړو هېوادونو دوستي او کاري اړیکې يې ښې ټينګې کړې دي.
راتلونکی کال د چين او روسيې ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۷۵مې کاليزې سره برابر دی.
چین په پام کې لري، چې له روسيې سره په ګډه د تاريخي تمايل او نړیوال پرمختګ سره ، د خلکو د اصلي ګټو پر بنسټ خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، د لویو هېواددونو مسؤليتونه پرغاړه واخلي او د دواړو هېوادونو د پرمختګ او سمسورتیا، د نړیوال عدالت د ساتنې او د نړۍ د ګډ پرمختګ د هڅولو لپاره خدمتونه وکړي.