شي جين پینګ د سربیا له ولسمشر اليکسندر ووچيچي سره وکتل
CMG2023/10/18 10:17:04
شريکول:

 

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۷مې نېټې د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د سربيا له ولسمشر اليکسندر ووچيچي سره کتلي او په يو لړ مسئلو ورسره غږیدلی دی.

اليکسندر ووچيچي د يو کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ په درېيم فورم کې د ګډون په پار بېجينګ ته تللی دی.

شي جين پینګ له خپل سربيايي سیال سره په خبرو کې سربيا د چين نږدې دوست هېواد بللی او په وينا يې، د دواړو هېوادونو اړيکې له ډېرو سختو ستونزو او ننګونو څخه وتلې دي او خپلمنځي اړيکې یې د چين او اروپايي هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو نمونه بللې ده.

نوموړي ويلي، دواړه هېوادونه دې ستراتيژۍ ته په کتو خپلمنځي اړيکو ته نظر وکړي او يو د بل کليدي ګټو او ټاکلو پرمختيایي لارو څخه دې ټينګ ملاتړ وکړي.

ووچيچي په خپلو خبرو کې ويلي، چې د سربيا او چين ترمنځ اړيکې له ډول ډول ازموينو سره مخ شوي، خو دواړه هېوادونه ترې بريالي راوتلي دي.

نوموړي ويلي، چې سربيا له چين سره پر دوستانه اړيکو ټينګار کوي او د هر ډول ستونزو پر وړاندې به ورسره ولاړ وي او تل به د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار ولري.

ووچيچي زياته کړې، چې چين تل سربيا ته درناوی کړی، مساوي چلند يې ورسره کړی او په ستونزمنو وختونو کې يې لاس ورکړی دی او په وينا يې، د سربيا اقتصاد د چين په مرستو او همکاريو پرمختګ موندلی او سربيايانو ته يې ډېرې ګټې رسولې دي.