د امریکا د استازيو مجلس د اکتوبر په ۱۸مې نېټې د مشر د ټاکلو په پار د دوهم پړاو رايګيري ترسره کړې ده.
د امريکا جمهوري غوښتونکي ګوند د استازيو مجلس مشر ته جيم جودان نوماند کړی و، خو کافي رايې نه دي ترلاسه کړي.
جيم جودان د استازيو مجلس د عدلي کمېټې رئیس او محافظه کاره غړی دی.
د امريکا د ډيموکرات ګوند ۲۱۲ غړو د استازيو مجلس د مشر د ټاکلو د رایګيرۍ په لومړي پړاو کې په يوه خوله رايه ورکړه، خو کوم نوماند پکې تر نيمايي زياتې رايي ترلاسه نه کړې او د رايو په دویم پړاو کې هم کوم نوماند نه دی توانیدلی، چې تر نيمايي زياتې رايې خپلې کړي.