اسرائيلي ځواکونو د اکتوبر د ۱۷مې نېټې په شپه د غزې پر اهل عرب روغتون بريد کړی، چې له امله يې ګڼو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د اکتوبر په ۱۸مې نېټې د يادې پېښې په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې دغه بريد په سختو ټکو غندلی او په پېښې کې پر وژل شويو کسانو يې سخته اندېښنه څرګنده کړې او د دوی له کورنيو او ټپيانو سره يې همدردي او خواخوږي ښودلې ده.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند له فلسطین او اسرائيل د سمدستي اوربند غوښتنه کړې او د جنګ ښکېلې خواوې باید عامو ته خلکو ته پاملرنه او د بشري ناورين له رامنځته کېدو څخه ډډه وکړي.