څه باندې شپېته هېوادونه به د چين په شپږم نړيوال وارداتي نندارتون کې ګډون وکړي
CMG2023/10/19 09:53:01
شريکول:

د شانګهای د پانګونو هڅونکې غونډې کې خبر ورکړل شوی، چې د چين په شپږم نړيوال وارداتي نندارتون کې به څه باندې شپېته هېوادونه ګډون ولري.

د دولتي نندارتون مرکز د شانګهای شرکت د عمومي مېنيجر سکريټر جانګ وي مين رسنيو ته ويل، چې سږ کال ياد نندارتون په حضوري ډول ترسره کيږي او يو هېواد به پکې عمده مېلمه وي.
د معلوماتو له مخې، په ياد نندارتون کې به په څو لارو چارو د بېلا بېلو هېوادونو علمي نوښتونه، ځانګړې لارې چارې او د پانګونې چاپېريال په اړه مالومات وړاندې شي.