د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۹مې نېټې د چين او روسيې د انرژۍ ۵م سوداګريز فورم ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.
نوموړي په پيغام کې ويلي، چې د چين او روسيې د څو کالونو د ګډو کوښښونو په رڼا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ همکارۍ زياتې شوي او د هر اړخيزې، پراخې، ژورې او لوړې همکارۍ بېلګه يې جوړه کړې ده.
شي جين پينګ د چين او روسیې همکارۍ د مساوات او متقابلو ګټو پر بنسټ د دواړو اړخونو لپاره نمونه بللې او په وينا يې، دغو همکاريو د نړۍ د انرژۍ خونديتوب او دوامدار پرمختګ لپاره هم مثبت رول لوبولی دی.
نوموړي ويلي، چې چين به اړتياوو ته په کتو، له روسيې سره د انرژۍ په برخه کې د لوړې کچې همکاريو، د انرژۍ صنعتي ځنځير او عرضې ځنځير د پر له پسې پياوړتيا، د انرژۍ نړيوال بازار د دايمي، سالم، ثابت او دوامدار پرمختګ او د پاکې انرژۍ د نړيوالو همکاريزو اړيکو د جوړولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.
(ژباړه: شکريه)