شي جين پينګ د مغولستان ولسمشر اوخناګين خوريلسوح سره وکتل
CMG2023/10/19 15:05:17
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر د نولسمې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د مغولستان له ولسمشر اوخناګين خوريلسوح سره کتلي او په دوه اړخيزو اړيکو ورسره غږيدلی دی.

ولسمشر اوخناګين خوريلسوح د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ په درېيم فورم کې د ګډون لپاره بېجينګ ته تللی دی.

شي جين پينګ د نوموړي هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې ولسمشر خوريلسوح د تېر کال په نومبر کې هم له چين څخه ليدنه کړې وه او د اوسنۍ لېدنې په ترڅ کې يې د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ اعلاميه خپره کړې او د اړيکو د پرمختګ نوې پاڼه يې اړولې ده.

نوموړي ويلي، چې چين او مغولستان دې د ښو وروڼو، ګاونډيو او ملګرو په توګه خپلمنځي همکاريو ته دوام ورکړي، د خپلمنځي هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته دې پرمختګ ورکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته دې زياتې ګټې ورسوي.