شي جين پینګ له انټونيو ګوټرېش سره وکتل
CMG2023/10/19 10:08:08
شريکول:

 د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۸مې نېټې د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انټونيو ګوټرېش سره کتلي دي.

انټونيو ګوټرېش د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ په درېيم فورم کې د ګډون په پار بېجينګ ته تللی دی.

شي جين پینګ له نوموړي سره په خبرو کې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ موخه د بېلا بېلو نړيوالو ننګونو پر وړاندې د مبارزې او مقابلې لارې موندل بللي دي او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ د وړانديز او د نړيوال پرمختګ وړانديز موخه يې د زياتو مثبتو انرژيو راغونډول، د بېلا بېلو هېوادونو د ګډ پرمختګ او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکې پرمختيایی اجنډا پرمخبيول ياد کړي دي.

نوموړي ويلي، چې ملګري ملتونه د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ مهم همکار سازمان دی او چين به ورسره يو ځای د کمربند او لارې د باکيفيته ګډې ابادۍ او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي.

شي جين پينګ له ملګرو ملتونو او د عمومي منشي انټونيو ګوټرېش له کارونو ملاتړ کړی او په وينا يې، چين به د ملګرو ملتونو له اړوندو ارګانونو سره پراخې همکارۍ وکړي او د څواړخیزم او د لاعادلانه نړيوالې ادارې د پرمخبېولو لپاره به هڅې وکړي.

انټونيو ګوټرېش ويلي، چې د رئيس شي جين پینګ يادو وړانديزونو د پرمختيايي هېوادونو د دواملرونکي پرمختګ لپاره ډېره مهمه او اغيزمنه لاره هواره کړې او د جنوب او جنوب ترمنځ د همکاريو لپاره يې يوه نمونه جوړه کړې ده.

نوموړي د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ په درېیم فورم کې د رئیس شي جين پينګ اته تدبيرونه د ملګرو ملتونو له منشور او موخې سره سم او د پرمختيايي هېوادونو د پرمختګ لپاره ګټور بللي دي.

انټونيو ګوټرېش له څواړخيزم څخه د چین ټينګ ملاتړ ستایلی او د رئيس شي جين پینګ له درېیو  نړيوالو وړانديزونو څخه يې ټينګ ملاتړ کړی دی.

ګوټرېش ويلي، چې ملګري ملتونه به له چين سره د همکاريو د پياوړتيا لپاره هلې ځلې کوي.