د مصر او امريکا ولسمشرانو هوکړه کړې، چې د رفح بندر له لارې غزې ته مرستې ورسوي
CMG2023/10/19 09:55:10
شريکول:

د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ د اکتوبر په ۱۹مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ولسمشر عبدالفتاح السيسي تېره ورځ د امريکا له ولسمشر جوبايدن سره تليفوني خبرې کړي او غزې ته د مرستو رسولو په اړه ورسره غږیدلی دی.

اعلاميه وايي، چې دواړو ولسمشرانو هوکړه کړې، چې د غزې خلکو ته به د رفح بندر له لارې مرستې ورسوي او د دواړو هېوادونو اړوندې ادارې به د ملګرو ملتونو له نړيوال بشري سازمان سره په ګډې همغږۍ او نظارت د غزې خلکو ته د مرستندويه توکو رسول تضمين کړي.