چين په امنيت شورا کې د فلسطين او اسرائيل د حالاتو د مسودې په نه تصويبېدو ناهيلي څرګنده کړې
CMG2023/10/19 11:59:16
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د اکتوبر په ۱۸مې نېټې په امنيت شورا کې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د حالاتو په اړه د مسودې په نه تصويېدو حيرانتيا او ناهيلي څرګنده کړې ده.

دغه مسوده د برازيل له خوا امنيت شورا ته وړاندې شوې وه، خو په همدې ورځ يوازې ۱۲ رایې ورکړل شوې وې او د امريکا په ګډون ځينو هېوادونو منفې رايې ورکړي، چې په پايله کې يې ياده مسوده نه ده تصويب شوې.

جانګ جون ويلي، چې د امنيت شورا غړو هيوادونو د روانې مياشتې په ۱۶مې نېټې د روسيې هغې مسودې ته رايې ورکړې، چې د فلسطین-اسرائیل د شخړې په اړه پکې بشري مسئلې ته پاملرنه شوې او د سمدستي اوربند او د ملکي وګړو د ساتنې غوښتنه پکې شوې ده.

د روسيې مسودې د ډېرو عربي هیوادونو ملاتړ خپل کړی، خو ځینو هیوادونو مخالفې رايې ورکړي او دليل يې دا ښودلی، چې دوی غواړي د برازيل د مسودې پر اساس لا زياتې ګډې نظريې ولټوي.

اړوند هېوادونو له تېرو څلوېښتو ساعتونو راهيسې د برازیل مسودې په اړه نور نظرونه نه دي ورکړي او نه يې هم ورسره تقابل ښودلی دی، ټولو هېوادونو تمه درلوده چې دا مسوده تصویب شي، خو د رايګيرۍ وروستۍ پايلې ناهيلي کړي دي.