د امريکا د ماليې وزارت د بهرنيو پانګو کنټرول دفتر د اکتوبر په ۱۸مې نېټې د وينزويلا د حکومت او مخالفې ډلې ترمنځ لاسليک شوي سياسي تړون ته غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، چې واشنګټن به پر ونيزويلا د انرژۍ ځينې سوداګريز بنديزونه لغوه اعلان کړي.
د امريکا ماليې وزارت په همدې ورځ يوې اعلاميې کې د وينزويلا د نفتو او طبيعي ګازو معاملو ته د ۶ مياشتو اجازه نامه ورکړې ده.
اعلاميه وايي، که د وينزويلا حکومت د ياد سياسي تړون ژمنې پلې کړي، نو د يادې شپږ مياشتنۍ اجازې موده به وځنډوي.