پرمختيايي هېوادونو د بشري حقونو چارو ته د سياسي رنګ ورکولو سره ټينګ مخالفت ښودلی
CMG2023/10/19 14:56:35
شريکول:

د پاکستان استازي د اکتوبر په ۱۷مې نېټې د ملګرو ملتونو د ۷۸مې اسمبلۍ د درېيمې کمېټې غونډې ته د ۷۲ هېوادونو په استازيتوب وينا کړې او د بشري حقونو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې له هر ډول لاسوهنې سره يې ټينګ مخالفت ښودلی دی.

د پاکستان استازي ويلي، چې د شينجيانګ، هانکانګ او شي ځانګ چارې د چين کورنۍ چاري دي او نور هېوادونه پکې د لاسوهنې حق نه لري او پر ټولو هيوادونو يې غږ کړی، چې د ملګرو ملتونو د منشور موخې او اصول مراعات کړي او په پرمختيايي لارې د انتخاب په اړه دې د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو حق ته درناوی وکړي.

په يادې غونډې کې د نړۍ د نورو پرمختيايي هيوادونو استازو هم له چين ملاتړ کړی دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د اکتوبر په ۱۸مې نېټې د يادو دوستانه هېوادونو د ملاتړ په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، چې د ملګرو ملتونو په يادې غونډې کې له سلو زياتو هېوادونو د عدالت لپاره غږ پورته کړی او د چين له عادلانه دريځ يې ملاتړ کړی دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، چې د يادو هيوادونو څرګندونې د دې ښکارندويي کوي، چې نړيواله ټولنه او په تېره بيا پرمختيايي هېوادونه د بشري حقونو چارو ته د سياسي رنګ ورکولو سره مخالفت کوي او په وينا يې، ځيني لوېديځ هيوادونه به په خپلو شومو نيتونو کې اخر هم پاتې راځي.