شي جين پینګ د کمربند او لارې د باکیفیته ګډې جوړونې پلان ټاکلی دی
CMG2023/10/19 15:06:42
شريکول:

د کمربند او لارې په اړه د نړیوالې همکارۍ درېيم فورم د اکتوبر په ۱۸مه ترسره شو. د چین د دولت رئیس شي جين پينګ په دغه فورم کې وینا وکړه او په خپلو خبرو کې يې د کمربند او لارې د باکیفیته ګډې جوړونې پلان ټاکلی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د یاد فورم د پای په درشل کې په همدې ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړاندیز د تطبیق له تېرو لسو کلونو راهیسې تاریخي بریالیتوبونه تر لاسه کړي، څه باندې ۱۵۰ هېوادونو ترې ګټې اخیستې دي.

وانګ يي وویل، رئیس شي جين پينګ په یاد فورم کې په خپله وینا کې د دغه وړاندیز د بریالیتوب تجربې راغونډې کړې، پر دې يې ټینګار وکړ چې د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړاندیز د تاریخ په سم لور روان دی، د زمانې پرمختګ له تمایل سره سمون لري. شي جين پينګ په خپلو خبرو کې د کمربند او لارې د باکیفیته ابادۍ اته تدبيرونه  اعلان کړل، چې د دې وړاندیز لپاره يې لا نور لوری روښانه کړی دی. هغه له ټولو بهرنیو مشرانو سره وکتل او یو لړ مهمې موافقې يې تر لاسه کړې دي.

وزیر وانګ يي وویل، سږنی فورم په بریالیتوب سره پای ته ورسېد. مختلفو خواوو دا اجماع پيدا کړې چې دغه فورم د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړاندیز د تطبیق په جریان کې یوه مهمه نښه ده، د یاد وړاندیز نړیواله اجماع يې پياوړې کړې او د دې وړاندیز روښانه راتلونکی يې په ډاګه کړی دی.

وزیر وانګ يي په دغه فورم کې تر لاسه شوي بریالیتوبونه بیان کړل:

لومړی، په دغه فورم کې د یووالي او همکارۍ، د پرانیستې او ګډو ګټو پر بنسټ د  همکارۍ څرګنده نښه په ډاګه شوې. د اوسنۍ نړۍ پر وړاندې ډول ډول ګواښونه موجود دي، خو په دغه فورم کې ګډونوالو دا څرګنده کړې چې دوی د دوستۍ، پرمختګ او همکارۍ په موخه چین ته راغلي دي. رئیس شي جين پينګ هم په خپلو خبرو کې په اشارې ویلي، چې انسانان یو د بل سره تکیه کوي او ګډ برخلیک لري، د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ د بریالیتوب سبب ګرځي.

وانګ يي وویل، چې دوهم، په دغه فورم کې مهمه اجماع تر لاسه شوې چې د کمربند او لارې د باکیفیته ابادۍ نوې مرحله دې پیل شي. رئیس شي جين پينګ په اشارې وویل، چین غواړي له مختلفو خواوو سره د کمربند او لارې په چوکاټ کې همکاریزې اړیکې لا نورې ژورې کړي، د دغه وړاندیز د باکیفیته ابادۍ نوې مرحله وهڅوي. د ده دغه خبرې د بېلا بېلو خواوو لخوا ملاتړ شوې.

درېيم، په دغه فورم کې د نړۍ د عصري کېدو موخه وړاندې شوه. عصري کېدل د بېلا بېلو هېوادونو له ګډې هیلې او حقونو سره سمون لري. د کمربند او لارې وړاندیز د ګډې ابادۍ یو اغېزناک همکاریز ډګر جوړ کړی او د عصري کېدو په لوري د ډېرو پرمختیايي هېوادونو سره يې مرستې کړې دي. رئیس شي جين پينګ پر لومړي ځل دا وړاندیز کړی چې مختلف هېوادونه باید د سوله ییز پرمختګ، د ګډو ګټو او سمسورتیا پر بنسټ د همکارۍ د عملي کولو لپاره اوږه په اوږه کوښښونه وکړي. دغه موخه يې د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو له نظریې سره سمون لري او د کمربند او لارې د باکیفیته ابادۍ لپاره يې لوری په ډاګه کړی دی.

څلورم، په دغه فورم کې د اغېزناکو تدبیرونو لارښوونې وړاندې شوې. د کمربند او لارې په وړاندیز کې د همکاریزو نظریو راغونډېدو ته او هم عملي او جدي تطبیق ته اړتیا لري. رئیس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې د کمربند او لارې د باکیفیته ابادۍ اته تدبيرونه  اعلان کړل چې پکې د تبادلې شبکې، زرغون پرمختګ او تختیکي نوښت هڅولو په شمول یو لړ ګامونه شامل دي.

وانګ يي پر دې ټينګار وکړ، د دغه فورم له بریالیتوب څخه ښکاري چې سوله ییز پرمختګ او همکارۍ او ګډې ګټې د زمانې تمایل او د خلکو ګډه هیله ده. سړه جګړه، تقابل او د اړیکو پرېکون له تاریخي تمایل سره ټکر کوي.