په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د اکتوبر په اتلسمې نېټې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د حالاتو په اړه د امنيت شورا يوې بېړنۍ غونډې ته ويلي، چې فلسطين او اسرائيل بايد هراړخيز اوربند وکړي او دغې چارې ته باید تر نورو لومړيتوب ورکړي.
جانګ جون له اسرائيل غوښتي، چې د نړيوال بشري قانون مسئوليت ومني او پلی يې کړي. نوموړي د فلسطين او اسرائيل ترمنځ په اوسني وضعيت کې د عامو خلکو خونديتوب، د بشر دوستۍ مرستې او د بشري ناورينونو مخينوی ډېرې بېړنۍ دندې بللې دي.
چين له اسرائيل څخه غوښتي، چې پر غزې له کلابندۍ او بنديزونو څخه لاس واخلي، له غزې څخه د عامو خلکو د وتلو امر لغوه کړي او د رفح بندر پر شاو خواوو سيمو هوايي بريدونه پای ته ورسوي.
جانګ جون ويلي، په منځني ختیځ کې د تېر څو ورځني وضعيت بدلونونه دا ښيي، چې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ هراړخيز اوربند ته بايد تر نورو چارو لومړیتوب ورکړل شي او په وينا يې، که په سیمې کې جنګ دوام ومومي، نو د نړيوال بشري قانون په خلاف به وضعيت رامنځته شي.
نوموړي د فلسطين او اسرائيل ترمنځ له هراړخيز اوريند پرته بشري مرستې بې نتيجې بللې دي.