شي جين پينګ د پاکستان له صدراعظم سره وکتل
CMG2023/10/20 10:29:37
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر د ۱۹مې نېټې په شپه د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د پاکستان له صدر اعظم انورالحق کاکړ سره کتلي او په خپلمنځي اړيکو ورسره غږیدلی دی.

انورالحق کاکړ د کمربند او لارې نړيوالې همکارۍ په درېيم فورم کې د ګډون په پار چين ته تللی دی.

شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې د چين او پاکستان اقتصادي دهليز له تېرو ۱۰ کلونو راهيسې زياتې لاسته راوړنې لري، د پاکستان اقتصادي او ټولنيز پرمختګ يې پرمخ بېولی او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ نمونوي پروژه ګرځېدلې ده.

نوموړي هيله ښودلي، چې له پاکستان سره خپله دوديزه دوستي نوره هم پياوړې کړي، د متقابلو ګټو پر بنست خپلمنځي همکارۍ ورسره ژورې کړي او د چين او پاکستان د ګډ برخليک ټولنې د چټکې ابادۍ په پار هڅې وکړي.

انورالحق کاکړ د خپلو خبرو په ترڅ کې ويلي، چې د کمربند او لارې نړيوالې همکارۍ د درېيم فورم په پرانيستونکو مراسمو کې د رئيس شي جين پينګ وينا خورا مهمه او ژور اهميت لري او لرليد ترې ښکاري.

نوموړي د رئیس شي جين پينګ اته تدبیرونه نه يوازې د مختلفو هېوادونو ترمنځ د متقابل پيوستون د پياوړتيا په ګټه او مهم بللي، بلکې د نړيوال اداري سيسټم د لا عادلانه او معقول کېدو لپاره يې هم اړين او هڅوونکي ياد کړي دي او په وينا يې، ياد تدبیرونه به پاکستان او نورو هېوادونو ته د پرمختګ لا ښه او مهم فرصتونه برابر کړي.